د کور او ښار جوړولو وزیر په مشرۍ ګډ پلاوي د ننګرهار ګمرک سیمې له وضعیت لیدنه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۲
ګمرک ننګرهار

۱۴۴۷/۰۶/۰۶

د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د حکم پر اساس، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ یو ګډ پلاوي د ننګرهار ولایت د  ګمرک ساحې څخه لیدنه وکړه.

یاده سیمه د هېواد له مهمو سوداګریزو نقطو څخه ده چې ورځنۍ سوداګري، تګ راتګ او ګمرکي چارې په کې پرمخ روانې دي.

ګډ پلاوي د سیمې له وضعیت کره ارزونه وکړه، له ځایي خلکو، قومي مخورو او اړوندو خواوو سره یې خبرې وکړې او ډاډ څرګند شو چې موضوع به د عدالت، شفافیت او اسلامي اصولو پر بنسټ مدیریت کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له خلکو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت موخه د ستونزو منصفانه حل، هر اړخیز پرمختګ او د ګډو ټولنیزو ننګونو د له منځه وړلو لپاره دهمغږۍ هڅې دي.

 نوموړي زیاته کړه، ګډ پلاوی به د سیمې د لیدنې راپور، د خلکو خبرې او تخنیکي موندنې د ریاسة الوزرا د محترم عالي مقام سره شریک کړي، او پرېکړې به د اسلامي قانون او ملي ګټو پر بنسټ ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت