په لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د سړک‌ جوړولو چاري پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۹
لغمان

۱۴۴۷/۶/۴

لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند د سړکونو د‌ جوړولو او خدماتو برخې چارې پیل شوې.

ښاغلی مولوي تېلوي وایي، د سړک‌ جوړولو دا لړۍ به د خلکو د تګ راتګ او لېږد رالېږد اسانتیا ډېره کړي، د سوداګرۍ او اقتصاد کچه به لوړه کړي د نورو خدماتو لپاره به زمینه برابره کړي.

نوموړی وایي، اوسمهال د سړک خامه چارې، جغل اچول او لومړني کارونه پر مخ روان دي چې ورځ بلې ته پرمختګ وکړي.

محترم مولوي حسین احمد تېلوي هیله څرګندوی چې د سړکونو جوړولو او عامه خدمات به پّ لغمان ولایت کې د بېرته راستنېدونکو اړمنو مهاجرو کورنیو په ژوند کې مثبت تغیرات راولي او د یاد ښارګوټي د زیربنایي وضعیت د ښه کېدو لامل به شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت