بامیان ولایت کې د مهاجرو ښارګوټی پرانیستل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۰:۵۸
بامیان

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، او د یاد وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د بامیان ولایت محترم والي مولوي عبدالله سرحدي، امنیه قوماندان الحاج حبیب‌الله شاکر او یو شمېر مسؤلینو او د سیمې د اوسیدونکو په شتون کې د مهاجرو ښارګوټی پرانیستل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د مهاجرو ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دې ښارګوټي تفصیلي پلان د وزارت له لوري د انجنیرۍ او ښاري معیارونو پر بنسټ ترتیب شوی، او د تطبیق وروسته به د استوګنې نمرې په عادلانه او شفاف ډول بېرته راستنېدونکو مهاجرو ته ووېشل شي.

ښاغلي وزیر وویل، یوه ګډه کاري کمیټه له اړوندو وزارتونو او ولایتي مسؤلینو جوړه شوې چې د مهاجرو ښارګوټو د استوګنې د نمرې د عادلانه او شفاف وېش څارنه او پلي کول پر غاړه لري.

د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، د مهاجرو ښارګوټی ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې ډېری هېوادوال بېرته هېواد ته راستانه شوي او د سرپناه اړتیا لري.

ښاغلي بامیاني وویل، وزارت د یادو ښارګوټو د نمرو وېش ته پوره چمتووالی نیولی چې په شفاف او عادلانه توګه به ووېشل شي.

د بامیان محترم والي مولوي عبدالله سرحدي، د کور او ښار جوړولو وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ مننه وکړه چې پّ دغه ولایت کې یې د مهاجرو ښارګوټي پرانیسته وکړه.

ښاغلي والي مولوي عبدالله سرحدي، یاده چاره د بامیان ولایت د خلکو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، د خوښۍ ورځ ده چې د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو بنسټیزې او حیاتي پروژې پیل شوې.

په دغه مراسمو کې ځایي خلکو د کور او ښار جوړولو له وزارت مننه وکړه چې د سرپناه برابرولو برخه کې یې ستر ګام اوچت کړ.

دوی وویل، د مهاجرو د ښارګوټي پرانیسته او جوړېدل د بې‌سرپناه کورنیو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

په بامیان ولایت کې د مهاجرو ښارګوټی، ۴۲۰ جریبه مساحت لري، د مرکز بامیان د "اژدر" په سیمه کې جوړ شوی، چې ۳۸۱ مستحقو کورنیو ته به په کې د استوګنې زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت