په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي د ۴۷۵ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۱
ننګرهار

۱۴۴۷/۰۳/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ایس ریاست په مشرۍ د تخنیکي ټیم له لوري د ننګرهار ولایت د خوګیاني ولسوالۍ د ارغچ کلي په ساحه کې د مهاجرینو د ښارګوټي د ۴۷۵ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره شوه.

د سروې او جي‌ ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر یوسف لطیف وویل چې د دغې سروې هدف د ځمکې د کره معلوماتو راټولول، د ښارګوټي د منظم پلان جوړولو لپاره تخنیکي بنسټ برابرول او د راتلونکو پرمختیایي پروژو د تطبیق زمینې برابرول دي.

د یادولو وړه ده، د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ښارونو د منظم پلان، مهاجرینو او بېځایه شوو لپاره د هستوګنې د مناسب ښارګوټو د جوړولو او د ښاري خدمتونو د برابرولو لپاره پر خپلو اوږدمهالو برنامو کار کوي او دغسې تخنیکي سروې ګانې د پروژو د عملي کېدو لومړنی او اړین ګام ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت