په کابل ښار کې د برېښنا شبکو د تخنیکي څار پر مهال تخلفات په نښه شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۷
کابل

 

۱۴۴۷/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په کابل کې د پلان شوې کاري اجنډا پر بنسټ د برېښنا د زیربنایي شبکو د څار په لړ کې، د یکه‌توت د سرګروپیت د دولسم جنکشن اړوند برجونه له نږدې وڅارل.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، دغه هیئت د خپلو څارنو په مهال، د برجونو ( قلعه حبیب تقویتي برج، د یکه‌توت مرکزي برج، د قلعه چمن برج، د زن‌آباد قابل بای برج، د زن‌آباد برج او د قلعه سلطان علي برج) څخه لیدنه وکړه.

نوموړی وایي، په یادو څارنو کې، تخنیکي هیئت د برېښنا شبکې په تړاو اته (۸) موارد تخلفات په ګوته کړل.

د توزیعي ترانسفارمرونو شاوخوا کې د محافظتي جال (فنس) نه شتون، د میتر بکسونو خلاص پاتې کېدل، د ۱۵ زره او ۴۰۰ ولټه کیبلونو سره د ونو تماس، په زن‌آباد قابل بای او قلعه سلطان علي برجونو کې د لایتنینګ اریسټر نه شتون، د ۴۰۰ ولټه برېښنايي کیبلونو د حریم نه رعایت، د ۱۵ زره ولټه برېښنايي کیبلونو د حریم نه رعایت، د سړک د پاسه په ټیټه ارتفاع کې د ۴۰۰ ولټه کیبلونو تېرېدل، او د معیاري حدودو څخه په زیات واټن کې د ۴۰۰ ولټه کیبلونو غځول د استیشنونو څخه تر مشترکینو پورې، هغه سرغړونې دي، چې ترسره شوي دي.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، یاد تخنیکي ټیم څرګنده کړه، چې د ټولو یادو برجونو په جوړښت کې د ۱۵ زره ولټه کیبلونه د هوایي سیستم له لارې، او د ۴۰۰ ولټه کیبلونه په مختلط ډول (هوایي او ځمکني) نصب شوي دي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د اړوندو ادارو په همغږۍ د دغو تخلفاتو د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه پورته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت