د غزني ولایت ستراتیژیک پلان بیا کتنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۱۵
ghazni

۱۴۴۶/۷/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، د ملي جامع پلان ریاست استازو د غزني ولایت ستراتیژیک پلان تشریح کړ، ګټې، شته ستونزې او حل یې په ګوته کړ او ډاډ یې ورکړ چې د تطبیق لپاره چمتو دی.

دوی زیاته کړه، په غزني ولایت کې یې د ټولو اړوندو ادارو او عامو خلکو نظرونه اخیستي او تر هغې وروسته یې په ستراتېژیک پلان کې اصلاحات راوستي دي.

دغه راز، په تېر پلان کې صنعتي، استوګنیزې، روغتیایي، مذهبي، ښوونیزې، لوبغالي، تفریحي او شنې ساحې موجودې وې چې، په اصلاح شوي پلان کې یادې سیمې نورې هم پراخه شوي دي.

دا پلان د پنځلس (۱۵) کالونو لپاره ترتیب شوی چې، د چاپېریال ساتنې او نفوسو خوندیتوب ټول مطالعات او څېړنې په کې په پام کې نیول شوي دي.

ترڅنګ یې، په دې پلان کې حلقوي سړکونه، هوایي ډګر، ترانسپورتي ترمینلونه او نور ښاري اړین موضوعات په پام کې نیول شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال وویل، غزني ولایت تاریخي او ترانزیټي اهمیت لري، باید ټولې اړتیاوې یې په پام کې ونیول شي او په خبره یې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه دې یو ځل بیا مطالعه شي او له هغې وروسته دې د تائیدۍ لپاره وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د تخار ولایت د ښاري پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه غونډه وکړه

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له محترم ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت، د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان بشپړ، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تخنیکي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان وروستی، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت