د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۰:۲۵
.

۱۴۴۶/۰۷/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د چین له محترم سفیر ژاوشینګ سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند پروژو برخلیک، د چارو څرنګوالي او د راتلونکو پروژو په تړاو خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ یادونه وکړه، چې د نیله باغ پروژې چارې ښې روانې دي او د افغانانو تمه ورته پیدا شوې ده.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني د مننې ترڅنګ له چینایي لوري وغوښتل چې په نیله باغ پروژه کې د مسجد شریف، کلینیک، ښوونځي او نورو ځایونو د ودانولو لپاره هم تابیا ونیسي.

دغه راز، ښاغلي نعماني وویل، د څوارلس سوه (1400) اپارتمانونو تر جوړېدو وروسته لازمه ده چې پاتې نور اته زره او شپږ سوه (8600) اپارتمانونه هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د کور او ښار جوړولو وزارت به یې د ځمکې تشخیص او انتقال لپاره لاس په کار شي.

نوموړي وویل، چین او افغانستان پخوانۍ سیاسي او اقتصادي اړیکې لري چې دواړه لوري یې پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دي او په کار ده چې چینایي پانګوال وهڅول شي، تر څو د نوي کابل ښار په ساختماني چارو کې پانګونه وکړي.

کابل کې د چین سفیر ښاغلي ژاو شینګ وویل، چین چې افغانستان کې د څه ژمنه کړې، سرته رسولو ته یې متعهد دی او د چارو د معیاریتوب او کیفیت برخه کې یې بشپړ ډاډ ورکړ.

نوموړي وویل، د څه د پاسه یو اویا میلیون (71) ډالرو په ارزښت د ټولې پروژې د پاتې اپارتمانونو لپاره به د اوسنۍ روانې پروژې د چارو تر بشپړېدو صبر وکړي او له هغې وروسته به یې د رسمي چینلونو له لارې و څاري.

هغه زیاته کړه، ځینې کړۍ شته چې نه غواړي د چین او افغانستان سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې پراختیا او دوام پیدا کړي او هڅه کوي چې خنډونه ایجاد کړي چې په وینا یې چین دې برخې ته پاملرنه کړې او له افغان لوري هم ورته تمه لري.

هغه په نوي کابل ښار کې د پانګونې په اړه یادونه وکړه، چې د پانګونې شرایط، اسانتیاوې او نورې برخې دې روښانه شي، ترڅو چینایي پانګوالو ته بشپړ معلومات ترلاسه او بیا د پانګونې لپاره زړه ښه کړي.

دواړو لوریو په راتلونکو کې د اړیکو د دوام او د لازیاتو همکاریو تمه وښوده، چې له مخې یې ودانیزې پروژې بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د عیدګاه جومات له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۷

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم له لوري د عیدګاه جومات د روانو رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د یاد جومات د رغنیزو چارو پلي کېدل د ملي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۴:۲۷
Background image

تېره ورځ سې شنبه په څلورو ولایتونو کې ۷۵۳ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري، په لاندې ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۳:۴۸
Background image

تهیه و تدارک 53 قلم قرطاسیه باب مورد ضرورت سال مالی 1405 برای وزارت شهرسازی و مسکن

عنوان: تهیه و تدارک 53 قلم قرطاسیه باب مورد ضرورت سال مالی 1405 برای وزارت شهرسازی و مسکن

شماره دعوتنامه داوطلبی : MUDH/1405/NCB/G-1538

وزارت شهر سازی و مسکن ازتمام داوطلبان واجد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت