له اداري فساد سره د درنو جرمونو د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د کمپلکس د جوړولو طرحه تائید شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۹:۶
کابل

د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت له مخې، له اداري فساد سره د درنو جرمونو د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د کمپلکس د جوړولو طرحه چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د عامه او دولتي ودانیو برنامې تخنیکي مشاور او د یادې پروژې طراح احمدضیا حامد او د هغه ټیم لوري جوړې شوه وه تائید شوه.

یاده طرحه د د دې وزارت د عامه او دولتي ودانیو برنامې د تخنیکي ټیم له لوري په هغه غونډه کې چې د لوی څارنوالی سرپرست محترم ذبیح الله کلیم، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ساختماني چارو معینې سحر همدرد او د عدلي او قضايي مرکز عمومي رئیس او اجرائیه رییس هم ګډون کړی و وړاندې شوه.

دا کمپلکس د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې په «۷۰» جریبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي چې پکې معیاري دفترونه، د څېړنو معیاري خونې، د اداري او قضايي مجلسونو تالار، کنفرانس خونې، روزن ځایونه، روغتیايي مرکز، پخلنځی، د عامه اړیکو ودانۍ، انتظار خونه، جومات، ورزشي ساحه، د موټرو تم ځای، د ساتوونکو خونه، امنیتي برجونه، معیاري توقیف ځایونه او د سیمې عمومي لنډسکېپ په پام کې نیول شوی دی.

له اداري فساد سره د درنو جرمونو د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کمپلکس په پنځه جلا بلاکونو کې په اسلامي سبک په نړېوالو معیارونو او سټندردونو طرح او ډیزاین شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت