په پلازمینه کې پنځه جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۰:۲۳
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، د کابل ولایت په  کلکان ولسوالۍ کې  پنځه جریبه دولتي ځمکه  پوهنې وزارت ته ولېږدوله.

یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د ده میر کلکان د ښوونځي جوړولو په موخه د پوهنې ریاست ته ولېږدول شوه.

د دې پروژې له پلې کېدو سره ښوونکو او زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې  سالمه فضا او د معنوی فقر له منځه وړولو زمینه برابرېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د ایبک ښار د شمال ختیځ ښارګوټي د ستونزو د حل لپاره جدي اقدام کوي

۱۴/۶/۱۴۴۸

د کور او ښار جوړولو وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د سمنګان ولایت له والي، محترم داملا محمد شعیب رسالت، او د ایبک ښار له ښاروال، محترم مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۵۸
Background image

په سپین غر ولسوالۍ کې د یوه جومات له ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۶/۱۴

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د صاحبزاده‌ګانو په کلي کې، د ارشاد، حج او اوقافو ریاست اړوند د یوه جومات له ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د ننګرهار د کور او ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په هڅو او همکارۍ د افغانستان د ودانیز او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون پرانیستل شو

۱۴۴۸/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په هڅو او همکارۍ ، د افغانستان د ودانیز، ساختماني او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون پرانستل شو.

دغه نندارتون، د اسلامي امارت د ریاسة ‌الوزراء د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت