محترم محمود کرزی له کابل ښاروال سره په لیدنه کې: د پراختیايي پروژو په تطبیق خلک باید متضرره نشي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۱۴:۴۸
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د کابل ښاروال محترم محمد داود سلطان زوی سره په لیدنه کې د پراختیايي پروژو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، محترم محمد داود سلطان زوی د پراختیايي پروژو د تطبیق په اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له ګډ کار او هر اړخیزه همکاریو مننه وکړه او د دې ادارې مسوولین په ځانګړې توګه د کابل حلقوی سړک د تصفیې او د مالکیت حق د تثبیت، د کابل په څلورو خواوو کې د معیاري هدیرو جوړول، د کابل هوايي ډګر د انکشاف او احاطې، د غیر رسمي سیمو د ثبت پروګرام د تطبیق او د افغانستان د اسهامو او اسعارو د تبادلې نړیوال مرکز د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړل او د یاد وزارت له مشرتابه څخه د دې پروژو د تطبیق لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی کابل ښاروالې یې په کابل ښار کې د چارو د ښه تنظیم لپاره یوه کلیدي اداره وباله او ټینګار یې وکړ چې په ګډ کار سره د ټولګټور پروژو تطبیق ته لاره هواریدای شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د کابل اراضۍ عمومي رئیس ته لارښوونه وکړه ترڅو د کابل ښاروالۍ سره په ګډه او په سیمه کې د خلکو سره په تفاهم د کابل هوايي ډګر او احاطې لپاره زمینه برابره کړي او هڅه دې وشي چې د دې پروژې په تطبیق کې د خلکو ګټه په جدي توګه په پام کې ونیول شي.

محترم محمود کرزی د کابل حلقوي سړک د تصفیې او د مالکیت حق د تثبیت په اړه د ځمکوالۍ چارو معینیت ته لارښوونه وکړه چې د کابل ښاروالۍ سره په همغږي او د سیمې خلکو سره په تفاهم د کابل حلقوي سړک د تصفیې او د مالکیت حق د تثبیت چارې دې بشپړې او د دې مهمې پروژې د تطبیق لپاره لاره هواره کړي

همدارنګه، د کابل اراضۍ عمومي رئیس ته لارښوونه وشوه ترڅو د هدیرو د جوړولو لپاره د کابل په څلورو خواوو کې د ځمکو د تشخیص او انتقال لړۍ دې ګړندې کړي او ژر تر ژره د اړتیا وړ ځمکه کابل ښاروالۍ ته انتقال کړي.

په همدې ترتیب، محترم محمود کرزی د غیر رسیمي سیمو د ثبت پروګرام پر ښه تطبیق او د ملکیت سند د وېش پر چټکتیا ټینګار وکړ او د ځمکوالۍ چارو معینیت ته لارښوونه وکړه ترڅو د پروګرام په تړاو حقوقي ستونزې دې حل او د دې پروګرام ګټه اخيستونکو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې. همداراز، مسوولینو ته لارښوونه وشوه ترڅو خلکو ته د ښو او چټکو خدماتو د وړاندې کولو په موخه د سیمې په کچه کاري دفترونه دې زیات کړي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د افغانستان د اسهامو او اسعارو د تبادلې نړیوال مرکز د جوړولو لپاره د کابل ښاروالۍ د دې ښه اقدام څخه په مننې زیاته کړه چې دا وزارت د دې پروژې د تطبیق لپاره هر راز همکارۍ ته آماده دی.

په پای کې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې د پراختیايي پروژو په تطبیق کې خلک باید متضرره نشي او د خلکو ګټو ته په جدي توګه پاملرنه وشي او هڅه دې وشي ترڅو د امکان تر حده خلکو ته ښه او غوره خدمات وړاندې شي.

###

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجنیرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت