کندهار کې د ۳۰۵۰ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۳۵
Kandahar

۱۴۴۷/۰۴/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اس ریاست محترم رئیس انجنیر محمد یوسف لطیف وویل چې د کندهار ولایت د تخته پول ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اجباري راستنیدونکو لپاره ځانګړې شوې (۳۰۵۰) جریبه ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه شوې ده.

ښاغلي انجنیر لطیف زیاته کړه چې یاده ځمکه په تخته سیمه کې موقعیت لري او د اسلامي امارت د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان پر اساس ځانګړې شوې وه، د ده په وینا، د دغې سروې بشپړېدل د راستنیدونکو د منظم ځای پرځای کېدو لپاره یو مهم ګام دی چې په راتلونکي کې به د استوګنې اسانتیاوې او اړوند خدمات هم ورته برابر شي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت د راستنیدونکو د ستونزو د حل لپاره د ځانګړو پروګرامونو په لړ کې د استوګنې ځایونو برابرول د خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت