کندز ولایت د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
;konduz

۱۴۴۶/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په دغه ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست ټیم د ښار له څو بېلا بېلو ساحو لیدنه او څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د کندز د ښار شمال لور ته د امام صاحب بندر سیمه کې یو شمېر هټۍ د جوړېدو په حال کې وې، چې ښاري تخلفات یې کړي وو.

نوموړی وایي، یاده ساحه د ستراتېژیک پلان له مخې، (60) متره ده، خو په خبره یې هټۍ د سړک تر څنګ په غیر قانوني ډول جوړېږي، چې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټيم له لوري یې چارې وځنډول شوې او مالکینو ته یې سپارښتنه وشوه، چې ژر تر ژره دې خپلې چارې د قانون په چوکاټ کې د پلان مطابق پر مخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د ښاري قوانینو د تطبیق لپاره منظم څار دوام لري او په تړاو یې د عامه پوهاوي لپاره کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت