پېروزي استوکنیزه پروژه کې د یو دارالایتام جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۱:۵۷
picture

۱۴۴۴/۰۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کابل په (۱۹) ناحیه ده سبز سیمه کې د یو دارالایتام جوړولو په موخه لس جریبه ځمکه ځانګړې کړه، چې پر جوړولو یې کار پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه.

په دغه لس جریبه ځمکه کې به د (۹۶) نارینه او (۹۶) ښځینه یتمیانو د ښوونې او روزنې، مسلکي زده کړو، تفریحي ځایونو او مسجد په موخه جلا جلا ځایونه جوړېږي.

دغه دارالایتام د (بشائر) خیریه بنسټ له خوا د یو ترکي (یتیم لر) بنسټ په مالي مرسته جوړېږي، چې افغان یتیمانو ته به زده کړې ورکوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د یاد دارالایتام د بنسټ ډبرې اېښودو په مهال له اړوندو مسؤلینو وغوښتل چې رغنیزې چارې دې ژر پیل کړي او دوی به یې په نورو برخو کې د همکارۍ ملا وروتړي.

د پېروزي استوګنیز ښارګوټي کې ورځ بلې ته رغنیزې چارې پراختیا مومي او پانګوال هڅه کوي  چې په یاد ښارګوټي او کابل جدید ښار چې پېروزي یې یوه برخه ده، پانګونه وکړي.د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو پانګوالو غواړي چې راشي او په کابل جدید ښار کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د تخار ولایت د ښاري پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه غونډه وکړه

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له محترم ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت، د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان بشپړ، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تخنیکي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان وروستی، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت