په کندهار ولایت کې د میرهزار جومات د ترمیم او مرمت چارې له ۳۰ سلنې واوښتې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۱۰:۳۲
کندهار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي آبدو د ترمیم او مرمت ملي ادارې له لارې په کندهار ښار کې د میر هزار تاریخي جومات د بیارغولو چارې ۳۸ سلنه بشپړې کړې دي.

دا تاریخي او فرهنکي ابده چې د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې موقعیت لري، په ۷۶۷ متر مربع ځمکه کې د ۱۲میلیونه او ۶۲۷ زره افغانیو په ارزښت مرمت او بیا رغول کېږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي آبدو د ترمیم او مرمت ملي ادارې له لارې تر دې دمه په کابل کې د پل خشتي جومات، باغ بالا ماڼۍ، د پارلمان د شهیدانو مقبره او د وزیر محمد اکبر خان تپې د ملي بیرغ څلي لومړی فاز، په فیض آباد ښار کې د خرقه مبارک جومات او د هرات جامع جومات لومړي فاز د مرمت او ترمیم چارې بشپړې کړې دي.

###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت