په کابل کې د پسته خانې د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۵
پسته خانه کابل

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق تخنیکي ټیم د کابل ښار په لومړي مایکرویان کې د پسته خانې د ودانۍ له پروژې لیدنه کړې ده.

د بنسټیژو پروژو د تطبیق او څارنې ریاست محترم رئیس وایي، د ساحې د ارزونې پر مهال څرګنده شوې چې د ودانۍ رغنیزې چارې نږدې بشپړې شوي او د پروژې تر ټولو لویه برخه عملي کار ته رسېدلې ده.

د نوموړي په خبره، د تخنیکي ټیم د ارزونې له مخې، پروژه تر اوسه نژدې بشپړ حالت ته رسېدلې او ټاکل شوې ده چې په نږدې ورځو کې اړوندې ادارې ته د سپارلو پروسه پیل شي.

یاده پروژه د وزارت د بنسټیزو چارو د پیاوړتیا او د عامه خدماتو د اسانتیا لپاره د جوړېدونکو ودانیزو تاسیساتو له مهمو پروژو شمېرل کېږي چې د کار پر بېلابېلو پړاوونو یې منظم تخنیکي څار ترسره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت