په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د شته پروژو په اړه بحثونه وشول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۱۲
وزارت شهرسازی

۱۴۴۶/۰۶/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د دغه وزارت رهبري ناسته وشوه او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.

په دغه ناسته کې، د یاد وزارت ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د وزارت مالي او ادار محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د مسکنو ودانیزو چارو او د برنامو د پارختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز او نورو اړوندو محترمو رئیسانو او مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په رهبري ناسته کې، د لوګر محمد اغه ولسوالۍ کې د صنعتي پارک پروژې، میدان وردګ ولایت کې د (۲۳) بلاکونو پروژې، د کابل په دهسبز او بګرامیو ولسوالیو کې د ورکشاپونو پروژې، میدان وردګ ولایت کوتل تخت سیمه کې د پارک پروژې، کابل کې د صنایع سبز صنعتي پروژې او ځینو نورو مهمو موضوعاتو په اده هر اړخیزې خبرې وشوې.

موخه دا وه، چې ژر تر ژره ځینې پروژې چې په کمو امکاناتو سرته رسېږي، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د یادو پروژو د برخلیک معلومولو او په تړاو یې د ځینو معلوماتو راټولولو لپاره استازي وټاکل چې په اړه به یې معلومات راټول او راتلونکې ناسته کې بیان کړي، تر څو یې په اړه وروستی تصمیم ونیول شي.

دغه وزارت هڅې کوي چې له ځمکو د اغېزمنې ګټې پورته کولو او نیمه کاره پروژو بشپړولو او دغه راز خلکو ته د کار کولو زمینې برابرولو برخه کې اغېزمن او چټک ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت