په غور کې له ۱۳۴ زره جريبو زياته دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۰:۱۴
غور

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په غور ولايت کې ۱۳۴ زره ۷۵۹ جريبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړه چې په دې سره يې د دولتي ځمکو لويه برخه له غصب څخه خوندي کړه.

له دې ډلې څخه په ۳۵ قطعو کې ۱۳۱۲۲۵ جريبه سپينه دولتي ځمکه ده او په ۱۰۹ قطعو کې ۳۵۳۴ جريبه دولتي املاک دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۵ ميليونه ۲۳۷ زره او ۹۴۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۶:۲۰
Background image

د کابل ښار د ده افغانانو په دوهمه ناحیه کې د دغوچک سیمې سروې او ساحوي مطالعات پیل شول

۱۴۴۸/۳/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند د ده افغانانو په دغوچک سیمه کې د تاریخي ساحې د سروې او ساحوي مطالعاتو چارې پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

د لوګر ولایت مرکز کې د کارته مامورینو د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د لوګر ولایت د مرکز اړوند د کارته مامورینو سیمې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې.

د یادې سروې موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۲۵
Background image

په کندهار کې د ښاروالۍ انجینرانو ته مسلکي او تخنیکي روزنه ورکړل شوه

۱۴۴۸/۳/۱۲

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم په کندهار ولایت کې د ښاروالۍ انجینرانو لپاره د مسلکي او تخنیکي ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره کړ.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت