په سمنګان کې د حوادثو د مدیریت ریاست د ودانۍ د جوړېدو کارونه ۸۵ سلنه بشپړ شوي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۰
سمنګان

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د حوادثو د مدیریت ریاست د ودانۍ د جوړېدو له روانو چارو څخه د ولایتي ادارو د استازو په ملتیا لیدنه او څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي نوري وویل، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې د ودانۍ اسکلیت د منظور شوې نقشې او احجامو سره سم تطبیق شوی.

د نوموړي په خبره، تر اوسه د پروژې شاوخوا ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

اوس مهال د دهلیزونو د فرش مرمرو نصب او د سپتیک د بشپړولو کارونه روان دي.

د سمنګان ولایت د حوادثو د مدیریت ریاست د ودانۍ پروژه د خلکو د خوندیتوب او د بیړنیو حالاتو د مدیریت د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه ساختماني پروژه ده.

 د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د تضمین په موخه په دوامداره توګه د پروژو د څارنې چارې پرمخ وړي او هڅه کوي چې ټولې پروژې د منظور شوو نقشو او انجینري معیارونو سره سمې بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت