په بادغیس  کې څه باندې  ۱۸۵  زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۹:۵۷
بادغیس

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د  بادغیس ولایت اړوند سیمو په ۱۶۱    قطعو کې  ۱۸۵  زره او  ۹۴۰   جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۱۸۴۹۴۵   جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې  ۹۹۵   جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار او شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو موظفو ټیمونو د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویمې برخې د توپوګرافي سروې چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د الشفاء روغتون د دویمې برخې د کانکریټ اچونې له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې محترم عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د الشفاء روغتون د دویمې برخې پروژې، چې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت