نيمروز ولايت کې ۳ جريبه دولتي ځمکه استرداد شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غاصبينو له منګولو د ځمکو د خلاصون په لړ کې دا ځل ۳ جريبه دولتي ځمکه د نيمروز ولايت په مرکز کې استرداد کړه.
ياده ځمکه د زرنج ښار په شاوخوا کې له څو کلونو راهيسې د غاصبينو تر استفادې لاندې وه او اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زیار تر استرداد وروسته ترې اغېزناکه ګټه پورته کيږي.
په نيمرزو ولايت کې تر اوسه له ۲۶ جريبو څخه زیاته دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو ژغورل شوې او په دې ولايت کې د ځمکو د خلاصون دا لړۍ لا هم دوام لري.
