ميدان وردګ ولايت کې ۶۰۰ متر مربع ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۰:۷
ميدان وردګ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غصب شويو دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې دا ځل د ميدان وردګ ولايت په بهسود ولسوالۍ کې ۶۰۰ متر مربع ځمکه له ځایي زورواکو څخه خلاصه کړه.

ياده ځمکه له ډيرو کلونو راهيسې د ځایي زورواکو تر شخصي استفادې لاندې وه، خو اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې معقولې او موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د غصب شويو دولتي ځمکو د خلاصون په لړ کې تر اوسه ۵۰۰ زره جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې او ورسره جوخت يې د ۱۸۸۲۲ غاصبينو لېست عدليي او قضايي ارګانونو او د جمهوري رياست عالي مقام ته سپارلی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل ښار څلورمې ناحیې په تایمني تعدیلي پروژه کې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو ته د مخنیوي لوی ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل – بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو  چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۵۱
Background image

د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروی بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مرکز کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د ۸ جریبه ځمکې د توپوګرافي سروی چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت