له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره د پلازمېنې د پراختیا زون د ادغام چارې به ډېر ژر بشپړې شي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۴:۴۴
i

29/10/1443

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره د پلازمېنې د پراختیا زون ادارې د ادغام کمېټې ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې خبرې وشوې چې څنګه کېدای شي د پلازمېنې د پراختیا زون ادارې د بشري سرچینو، مالي، تدارکاتي او نورو برخو تشکیلات له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره له زیان پرته مدغم شي.

د کمېتې ګډونوالو هر یو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او تر ډېر ټینګار پر دې و چې مسلکي او علمي کادرونه باید د وزارت په تشکیل کې راشي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزار محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي ګدونوالو ته سپارښتنه وکړه چې دغه پروسه دې ژر پای ته ورسوي او هر ګام دې په پوره احتیاط او پاملرنه پورته کړي.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت