شیخ حمدالله نعماني پکتیا کې د مهاجرینو ښارګوټي لپاره پلان ویزه کړ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۱۶
پکتیا

۱۴۴۶/۰۸/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت په مرکز کې د مهاجرینو ښارګوټي جوړولو په موخه ترتیب شوی پلان ویزه (تائید) کړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت د عملیاتي چارو کمېټې محترم مشر حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د اجباري راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټو د تفصیلي پلانونو جوړولو په لړ کې یې دا ځل پکتیا کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه تفصیلي پلان ترتیب او ویزه شو.      

دغه پلان په نولس سوه او شپږ څلویښت (1946.382) جریبه ځمکه کې جوړ شو چې، اته سوه او شپږ اتیا (886) استوګنیزې نمرې لري او د ژوند کولو نورې اسانتیاوې هم په کې په پام کې نیول شوي دي.

ښاغلی انجنیر لطیف وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د عملیاتو چارو کمېټې ټول غړي ژمن دي چې، ورسپارل شوې دندې په خپل وخت او ښه کیفیت او معیار سرته ورسوي، تر څو هېوادوالو ته ارزښتمن خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجنیرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت