د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۵۸
picture

۱۴۴۵/۰۵/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په کابل کې د چین له سفیر جاوشینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او چین ترمنځ د ښه ګاونډیتوب اړیکو د مخینې په تړاو او د دغه اړیکو په لا پیاوړتیا او ټینګښت خبرې وکړې.

ښاغلي حمد الله نعماني کابل کې د چین هېواد د هستوګنیزې پروژې (نیله باغ) د عملي چارو بیا پیل برخه کې هم مننه وکړه او زیاته یې کړه چې باید له ژمنې سره سم د یادې پروژې چارې ګړندۍ شي، تر څو یې ولس محسوسه پایله وګوري.

ښاغلي نعماني، د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخه کې د چین له سفیر د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې که دغه چاره کابل ترسره شي، ځکه به ښه وي چې ډیر کار کوونکي به ترې ګټه پورته کړي.

د خبرو په دوام، نوموړي له راغلي چینایي پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې د نوي کابل ښار په پروژه کې پانګونه وکړي او چینایي پانګوال هم په یاده برخه کې پانګونې ته وهڅوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست په افغانستان کې د چینایي کارکوونکو د امنیت خوندیتوب برخه کې چنایي لوري ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ا.ا ته د دوی د امنیت خوندیتوب لومړیتوب لري.

ناسته کې ښاغلي نعماني وویل، افغانستان کې اوسمهال تر بل هر څه لومړی د کورونو کمښت ستره ستونزه ده چې که چینایي پانګوال او حکومت په دغه برخه کې له کور اوښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي.

ورپسې په کابل کې د چین سفیر ښاغلي جاوشینګ خبرې وکړې او نوموړي هم د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست له همکارۍ د مننې ترڅنګ د چین او افغانستان د اړیکو او ښه ګاونډیتوب په تړاو خبرې وکړې.

جاوشینګ وویل، اوسمهال ژمی دی، خو د نوي ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې به د نیله باغ پروژې چارې ګړندۍ کړي او تمه لري چې په څو میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د پروژې د کیفیت برخه کې د چین سفیر د وزارت سرپرست ته بشپړ ډاډ ورکړ، چې چارې به په ښه کیفیت پر مخ یوسي.

د چین سفیر وویل، د وزارت کار کوونکو د ظرفیت لوړونې او په افغانستان کې د مسکن برخه کې د ستونزې حل موضوعاتو کې به معلومات له خپل حکومت سره شریک او په تړاو به یې وزارت ته بېرته معلومات ورکړي.

د ناستې په پای کې د چین سفیر جاو شینګ یادونه وکړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت له رهبرۍ سره به په ګډه ټولې رغنیزې چارې پر مخ بیایي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت