د کندز ښار په شنه ساحه کې د غیرقانوني ودانۍ مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۱۵
کندز

۱۴۴۷/۰۳/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کندز ولایت په یو شمېر ناحیو کې د څار او نظارت لړۍ ترسره کړه.

یاد څار په کندز کې د کور او ښار جوړولو د ریاست د محترم رئیس مولوي محمد رمضان کلیم، په لارښوونه ترسره شوه ، چې د څار پر مهال د خان‌آباد بندر د سینما ناشر څلور لارې ته څېرمه یو تجارتي مارکېټ په داسې حال کې د جوړېدو په حال کې وموندل شو چې په نقشه کې دغه ساحه د شنې ساحې په توګه مشخصه شوې وه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ټیم د یادې ودانۍ کار ودراوه او مسؤلینو ته یې جدي سپارښتنه وکړه چې ټول کارونه باید د ښاري پلان، نافذه قوانینو او اړوندو لایحو سره سم پر مخ یوسي.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ټینګار کوي چې دا ټیم به تل هڅه کوي د ښاري سرغړونو مخه ونیسي، څو هېوادوال د یو منظم، پلاني او ښکلي ښار څښتنان شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت