د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۲۷
د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کارته څلور سیمې له بېلابېلو ودانیزو پروژو او ساحو څخه څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د ښاري پلانونو د تطبیق څرنګوالی، د ودانیزو چارو قانوني وضعیت او د ښاري اصولو د مراعات کچه وارزول شوه.
همدارنګه هغه پروژې وڅېړل شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شویو پلانونو او ښاري معیارونو د سرغړونې احتمال پکې موجود و.
د تخنیکي ټیم له لوري د هغو ودانیو چارې ودرول شوې چې د ښاري اصولو خلاف فعالیتونه یې ترسره کول. سربېره پر دې، د یو شمېر پروژو له مالکانو وغوښتل شول چې خپل قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د ارزونې لپاره د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست ته وسپاري، ترڅو د منظور شویو پلانونو او نافذه مقرراتو له مخې یې لازم اجراآت ترسره شي.
د یادې څارنې موخه د ښاري نظم ساتنه، د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی، د ګاونډیانو د حقونو خوندیتوب، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري پلانونو سم تطبیق دی.
