د ښاري نقشو د ویزه کولو(تائیدولو) کمېسیون ناسته وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۴:۲۹
picture

۱۴۴۴/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کريمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو (تائیدولو) کمېسیون خپله پنځمه ناسته وکړه، چې په کې یې د تېرو ناستو پر تصمیمونو، پرېکړو او اقداماتو خبرې وکړې او بشپړ معلومات یې وړاندې کړل.

د یاد کمیسیون غړو پر بېلابېلو تخنیکي موضوعاتو خبرې وکړې او د درې ښارونو (هرات، کندهار او خوست) د نقشو پر ویزه کولو او لاسلیک کولو یې هر اړخیز بحث وکړ.

دغه راز په ناسته کې د ولایتونو ښاروالیو ته د نقشو ویزه کولو د صلاحیت ورکولو په تړاو هم خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کريمي بامیاني وویل، د هرات، کندهار او خوست ولايتونو د ښارونو د نقشو ویزه کولو او لاسلیک کولو په موخه دې تخنیکي هیئت د اړوندو ښارونو له ښاروالیو سره ارزونه وکړي او موندنې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه له کمېسیون سره شریکې کړي.

نوموړي د ولایتونو ښاروالیو ته د نقشو ویزه کولو صلاحیت په تړاو یادونه وکړه، چې له ارزونې وروسته به یې په اړه تصمیم ونیسي.

__________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا چارې په چټکۍ روانې او ځای ځای په پنځو برخو کې پرمختګ تر سترګو کېږي

۱۴۴۸/۱/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې د نوي کابل ښار د پراختیا پروژې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره د ابادۍ او پراختیا چارې روانې دي، چې موخه یې د عصري ښاري زیربناوو رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۱۹
Background image

له ژمنې تر عمله؛ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک او پراخ شوی، ترڅو په خپل ټاټوبي کې باعزته دایمي ژوند پیل کړي

۱۴۴۸/۱/۶

ډېری راستنېدونکې کورنۍ له کلونو مهاجرت وروسته د اوسېدو لپاره په کور دننه مناسب ځای نه لري. دوی ته د استوګنیزو نمرو ورکول د دایمي کور جوړولو زمینه برابروي.

تازه؛ په پنځو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۵۸
Background image

د لوګر ولایت د یو شمېر سړکونو د جوړولو له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۶

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارتي ټیم له لوري د لوګر، میدان وردګ ولایتونو د نښلوونکي سړک د دوهمې برخې او همدارنګه د لوګر ولایت په پایخېلو سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت