د ځمکو برخه کې د پانګونې په موخه د ملي او نړیوالو پانګوالو ستونزې حل کېږي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۶:۵۱
sdfh

۱۴۴۳/۱۰/۲۲

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د (بورک اونسال) په نوم د ترکیې هېواد له یو پانګوال سره وکتل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي محمد امین فاروقي ترکي پانګوال ته یادونه وکړه چې افغانستان کې تر بل هر وخت د پانګونې لپاره منناسبه فضاء برابره شوې، سرتاسري امنیت تأمین شوی، اقتصاد محوره تګلاره رامنځته شوې چې ملي او نړیوال پانګوال کولی شي په ارام زړه پانګونه وکړي.

ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي زیاته کړه، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د یو سکتوري وزارت په توګه په ښاري پراختیا او اقتصادي ودې برخه کې د پانګوالو ملاتړ کوي او د پانګې جذب په موخه د ځمکو په تثبیت او وېش کې همکاري کوي.

ورپسې ترکي پانګوال بورک اونسال په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو یادونې ترڅنګ هغه لارو چارو ته اشاره وکړه چې له مخې یې د یو شمېر پانګوالو چارې اسانه کېږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال اړوندو څانګو ته دنده وسپارله چې د پانګوالو د ستونزو حل برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت