د نیمروز ولایت په شپږمه او اوومه ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۰:۳۵
نیمروز

۱۴۴۷/۱۰/۱۳

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني او زېربنایي پروژو د تطبیق د څار ټیم له لوري، د یاد ولایت په شپږمه او اوومه ناحیو کې ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.

له یادې څارنې موخه دا وه، چې په یادو سیمو کې د ښاري اصولو د تطبیق وضعیت وڅېړل شي او د غیرقانوني ساختماني فعالیتونو مخه ونیول شي.

د نظارت په ترڅ کې څرګنده شوه، چې په یادو ساحو کې یو شمېر ساختماني چارې روانې دي، خو د ترسره شوو ارزونو له مخې دغه پروژې د منظور شوو ساختماني نقشو او د کار د قانوني جوازونو څخه بې برخې دي.

همدارنګه ټینګار وشو، چې په یادو ساحو کې تر هغې چې منظم ښاري پلان ترتیب نه شي، هر ډول اعمار او ساختماني فعالیتونه باید ودرول شي.

دا څارنه د دې لپاره ترسره شوه، چې د ښاري تخلفاتو مخه ونیول شي او د ښار جوړونې اصولو سره سم منظم ښاري پراختیا تأمین شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت