د نانکچي ښارګوټي د څېړنې بهیر بشپړ شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۴
نانکچي ښارګوټی

۱۸/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ ګومارل شوې کمېټې د کابل ښار افشار سیمه کې د افغان سرې میاشتې د نانکچي ښارګوټي د څېړنې کار بشپړ کړی دی.

یاده کمېټه چې د عدلیې وزارت، د اداري چارو د عمومي ریاست، د فرمانونو او احکامو د څارنې او تعقیب عمومي ریاست، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د افغان سرې میاشتې جمعیت او د کابل ښاروالۍ د استازو څخه جوړه ده، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

په هغه غونډه کې چې د ښاري چارو د معینیت په دفتر کې جوړه شوې وه، د دې څېړنې راپور په پوره دقت او هر اړخیز ډول وڅېړل شو.

محترم شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، چې د نانکچي ښارګوټي کې د ۸۴ قطعو ځمکو د وېش د څېړنې په اړه صادر شوی، کمېټې خپل کار پیل کړ او د ساحوي کتنو او اسنادو پر بنسټ یې یو مفصل معلوماتي راپور ترتیب کړی دی.

په دې څېړنه کې د ښارګوټي د وضعیت هر اړخیز تحلیل، د ځمکو د وېش څرنګوالی، د ښارګوټي له پلان او نقشې سره د موافقت یا عدم موافقت ارزونه، د ځمکې حقوقي تحلیل او د ښارګوټي تخنیکي ارزونه په مفصل ډول تر سره شوې ده.

همدارنګه هغه ستونزې چې په تخنیکي، مالي، حقوقي او اداري برخو کې د پخوانۍ ادارې په دوره او اوس وخت کې موجودې وې، هم ارزول شوې دي.

په تخنیکي برخو کې ښاري سرغړونې هم شوې دي؛ لکه د ښارګوټي ځینې سیمې چې باید د شنو ساحو، ماشومانو د روزنتون، پارک او سیلبندونو لپاره ځانګړې شوې وې، په غیرقانوني توګه په استوګنیزو نمرو بدلې شوې دي، چې دا ټول موارد ارزول شوي دي.

پریکړه وشوه چې یاد راپور، چې د ښارګوټي د تخنیکي او حقوقي ستونزو تحلیل، او لنډمهاله او اوږدمهاله حل لارې او وړاندیزونه لري، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله حضور ته د لازم تصمیم او هدایت لپاره وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت