د میرغلام محمد ربیع ښوونځی ګټه اخیستنې ته وسپارل شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۷:۴۳
بلخ

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو مرستیال محترم سید نسیم خلیق مزار شریف ته په خپل کاري سفر کې د میرغلام محمد ربیع ښوونځی د بلخ والي او ولایتي مسوولینو په حضور کې پرانیست او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د دې مراسم په ترڅ کې، د بلخ والي محترم محمد اسحاق رهګذر خبرې وکړې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت نقش یې د ځمکو په تنظیم، ښاري پراختیا او ساختماني پروژو په تطبیق کې خورا مهم وباله او د ساختماني پروژو پر تطبیق او پای ته رسونې ټینګار وکړ.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو مرستیال محترم سید نسیم خلیق خبرې وکړې او بلخ ولایت یې د یاد وزارت لپاره یو له مهمو ولایتونو څخه یاد کړ او زیاته یې کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې وروستیو کې په بلخ ولایت کې د ۴۵ ساختماني پروژو د تطبیق چارې پیل کړي چې له دې ډلې، ۱۰ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، ۱۹ پروژې د تطبیق په حال کې دي، ۵ پروژې په تدارکاتو او پاتې ۱۱ نورې د سروې او ډیزاین په مرحله کې دي.

د ساختماني چارو مرستیال د ساختماني پروژو پر ژر تطبیق ټینګار وکړ او د بلخ د ښارجوړولو او ځمکو ریاست ته لارښوونه وکړه ترڅو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د میرغلام محمد ربیع ښوونځی د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له خوا د قطعات پیش ساخت د ټکنالوژی په مرسته په دوه پوړو کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت