د میدان وردګ ولایت د ترانسپورتي ترمینل او د کوتل تخت د مهاجرینو بلاکونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۱۴
وردګ

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا محترم ریاست تخنیکي ټیم، د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د دوو مهمو پروژو – د ښاري ترانسپورتي ترمینل او د کوتل تخت د مهاجرینو بلاکونو له ودانیزو چاروسره څارنه وکړه.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د پروژې د لومړۍ مرحلې کارونه چې په کې د احاطوي دیوال جوړول او د ساحې هوارول شامل دي، نږدې پای ته رسېدلي دي.

د احاطوي دیوال د سیلبرونو په برخه کې لا ځینې چارې نیمګړې دي او همدارنګه په نږدې سیمو کې د ځمکې کمپکشن بشپړ شوی نه دی.

ورپسې، د څارنې ټیم د کوتل تخت د مهاجرینو بلاکونو څخه لیدنه وکړه چې په دغو بلاکونو کې د میدان وردګو ولایت مقام له خوا مهاجرین ځای پر ځای شوي دي.

همدارنګه د PIN خیریه مؤسسې لخوا په بلاکونو کې یو لړ نوی کارونه ترسره شوي دي چې په کې د برېښنا رسولو سیستم، د څښاک اوبو ذخیرې، برېښنایي کړکۍ، او د اړینو تشنابونو جوړول شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت