د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۷
لابراتوار

۱۴۴۸/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او الشفاء روغتون د پروژو له ساختماني او لابراتواري چارو څخه څارنه وکړه.

د کابل–بګرام سړک په پروژه کې د سړک د ښي او کیڼ اړخ د بېلابېلو ساختماني طبقو د چمتو کولو او اسفالت اچولو چارې تر څارنې لاندې ونیول شوې.

همدارنګه، د سړک د بېلابېلو طبقو د خاورې د تراکم ازموینې او د کارول کېدونکو موادو کیفیت هم په ساحه کې وڅارل شو.

همدارنګه، د الشفاء روغتون د بیارغونې او اصلاحاتو پروژې په لابراتواري چارو کې د درېیم پوړ د پارکینګ ودانۍ د کانکریټ د ۲۸ ورځنۍ فشاري مقاومت ازموینه ترسره او پایله یې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې د قناعت وړ وبلل شوه.

دغه راز، د شپږپوړیزې OPD ودانۍ لپاره د سرامیکو د نصبولو مواد هم د تخنیکي ټیم په حضور کې واخیستل شول.

د یادونې وړ ده، چې د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د خپلو کاري پروګرامونو له مخې د بېلابېلو ساختماني پروژو د لابراتواري ازموینو او ودانیزو چارو څارنه کوي، څو د ساختماني معیارونو رعایت او د چارو د کیفیت ډاډ ترلاسه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۵۳
Background image

د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د سوداګریزو مارکېټونو د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۱۵

د جوزجان ولایت د والي په لارښوونه، د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس او د آقچې ولسوالۍ محترم ښاروال په مشرۍ ګډ تخنیکي پلاوي د آقچې ولسوالۍ د سوداګریزو مارکېټونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۳۸
Background image

د حیرتان بندر د پراختیا پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري منظور او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د حیرتان بندر د پراختیا پلان تأیید او لاسلیک کړ.

یاد پلان د ۸۱۸۶ جریبه ځمکې په مساحت طرحه شوی، چې موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۴۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د ترکمنستان له سفیر سره د افغان ـ ترکمن پروژو په اړه خبرې وکړې

۱۴۴۸/۶/۱۴

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو پروژو (ټاپي، ټاپ او د اوسپنې پټلۍ) د پلي کېدو په موخه، د افغانستان ا.ا د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخ‌الاسلام حفظه الله تعالی، د حکم د تحقق. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت