د زرنج اودلآرام سړک د پراخولو پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۳۲
نیمروز

۱۴۴۷/۰۴/۲۹

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زرنج – دلآرام د سړک د پراخولو پروژې له بهیر څخه څارنه تر سره شوه.

ښاغلي مولوي یاسیني وویل، د نظارت موخه د پروژې د کارونو د دقیق څارنې، د بیت‌المال د ضایع کېدو د مخنیوي، او د انجینري اصولو د مراعت یقیني کول وو.

د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسلکي کارکوونکي هم په ساحه کې حاضر وو او د دندې د سم ترسره کولو، رښتینولۍ، او د ملي او نړیوالو انجینري معیارونو د پلي کولو په برخه کې ورته ټینګار وشو.

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښار جوړولو او سړک جوړولو په برخو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق، څارنې او همغږۍ مسؤلیت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت