جوزجان ولایت کې د یو مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۴:۱
جوزجان ولایت

۱۴۴۷/۵/۴

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج ملا عبدالله فیضان وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ملتیا یې، د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په انګړ کې د یو مسجد شریف د جوړولو له چارو لیدنه او تخنیکي څارنه وکړه.

ښاغلی ملا فیضان وایي، یاد مسجد شریف د ارشاد، حج او اوقاف وزارت له خوا تمویلېږي.

نوموړی وایي، د لیدنې پر مهال د مسجد د داخلي او خارجي پلستر چارې د بشپړېدو بهیر وڅارل شو او د ساختماني شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

هغه وایي، موخه دا وه چې باید ټول ساختماني کارونه د نقشې، د کاري حجم د براورد، د تدارکاتي شرطنامې او د انجینري او تخنیکي معیارونو له مخې ترسره شي.

دغه راز، د چارو د لا ښه والي او اغېزمنتیا لپاره د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو راست د محترم رئیس له لوري یو لړ عملي نظریات او وړاندیزونه هم ترسره شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت