بلخ کې څه باندې ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۶
بلخ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت بلخ ولایت کې د غصب پر وړاندې د مبارزې په لړ کې په تازه توګه په دوو پړاوونو کې څه باندې ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد کړه.

د دې اندازې ځمکې په لومړي پړاو کې د حیرتانو په دوه لاري کې څه باندې ۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد او پرې جوړ شوي ملکیتونه هم وران شول.

پر دې سربېره د مزار شریف ښار ته نږدې په دشت شور سیمه کې هم څه باندې ۱۵ زره جریبه غصب شوې ځمکې له ډلې څه باندې ۷۰ سلنه ځمکه استرداد شوې او پاتې ۳۰ فيصده باندې چې ښارګوټي جوړ شوي دي، ډېر ژر به استرداد شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همدا رنګه د دغې اندازې دولتي ځمکې د غصب په تړاو په لسګونه تنه غاصبین هم پېژندلي دي او ډېر ژر به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته د پوښتنو او ګروېږنو لپاره ور وپېژني.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بلخ ولایت کې له ۱۸۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې څخه څه باندې ۸۰ زره جریبه یې استرداد کړې او ژمنه کوي چې پاتې نوره به هم ډير ژر استرداد کړي.

د یادونې ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې پر استرداد سربېره، ۱۸۸۲۳ غاصبین پېژندلي او له دې ډلې يې ۱۵۸۲۳ تنه عدلي او قضايي ارګانونو ته هم ور پېژندلي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت