بدخشان ولایت کې نږدې سل خپل سري ښاري تعدیلات په نښه شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۴:۴۳
picture

۱۴۴۴/۰۵/۲۷

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په فیض اباد ښار او کشم ولسوالۍ کې (۹۸) خپل سري ښاري تعدیلات په نښه کړل، چې په تړاو به یې قانوني اجرات وشي.

د دغې بررسۍ په لړ کې اته شپېته (۶۸) موقعیتونه په کشم ولسوالۍ او دېرش (۳۰) موقعیتونه په فیض اباد ښار کې په نښه شول، چې استوګنیزې نمرې، شنې ساحې، کرنیزې ځمکې په خپل سرې توګه په سوداګریزو سیمو تبدیل شوي دي.

د غیر قانوني او خپل سرو تعدیلاتو د په نښه کولو او مخنیوي لړۍ دوام لري او ښایي نورې بېلګې هم ثبت شي.د کور  او ښار جوړولو وزارت د ښارونو تفصیلي پلانونو سره سم سرغړونې او خپل سرۍ په نښه کوي او پر وړاندې یې قانوني کړنې ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د تخار ولایت د ښاري پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه غونډه وکړه

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له محترم ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت، د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان بشپړ، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تخنیکي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان وروستی، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت