په کابل کې د بایزید روښان امارتي انسټېټیوټ جوړولو په موخه لومړنۍ خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۳
بایزید روښان

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د کابل محترمې ښاروالۍ او د قومونو او قبایلو چارو محترم وزارت د استازو په غړیتوب، د بایزید روښان انسټېټیوټ په پار ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې، د انسټېټیوټ د جوړولو پر اړتیا، د پلان تعدیل او د ځمکې د انتقال په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني، ځینو اړوندو ادارو ته دنده سپارلې وه، چې د یاد انسټېټیوټ په تړاو خپل معلومات شریک کړي، چې ځینې معلومات یې رسېدلي او ځینې هغه به یې په نږدې راتلونکي کې شریک شي.

دغه ناسته، د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د حکم له مخې ترسره شوه، ترڅو د قومونو او قبایلو چارو محترم وزارت له لوري د یاد انسټېتیوټ جوړولو په موخه د ټولو حقوقي او تخنیکي برخو معلومات ورسره شریک شي.

تمه ده چې راتلونکې ناسته کې به د یادې موضوع په تړاو ټول اړخونه خپل معلومات شریک او په اړه به یې بشپړ راپور د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام سره شریک شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي، چې د ورسپارل شوو موضوعاتو په اړه ټولې تخنیکي او حقوقي ستونزې حل او د ښې راتلونکې په پار رغنده اقدامات وشي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

غزني کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت اباد کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

په میدان وردک کې د اداري کمپلکس توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په میدان وردک کې د اداري کمپلکس لپاره (۱۶۳) جریبه ځمګه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۵۱
Background image

په نوي کابل ښار کې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ هغه کمېټې ناسته وکړه، چې په ترکیب کې یې د لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې،. . .

BACK TO NEWS