غزني کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت اباد کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي متقي وویل، دمګړۍ د سړک د کانکریټ اچونې چارې روانې وې، چې د تخنیکي او مسلکي اړخه یې چارې و څارل شوې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.