په نوي کابل ښار کې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۵۱
ministry

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ هغه کمېټې ناسته وکړه، چې په ترکیب کې یې د لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې، اطلاعات او فرهنګ، او د اوبو او انرژۍ محترم وزارتونه او د چاپېریال ساتنې محترم ملي اداره شتون لري.

دغه ناسته، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د عملي کېدا په موخه ترسره شوه، چې په کابل کې، افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته د پراختیا په موخه زر (1000) جریبه ځمکه ورکړل شي.

ښاغلی شیخ حمدالله نعماني وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د تعمیل او د اسلامي نسل د سالمې روزنې او ښې راتلونکې په پار لازمه ده چې د نوي کابل ښار تر چتر لاندې ځمکو کې، افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته د پراختیا په موخه یاده ځمکه ورکړل شي.

په ناسته کې، د ځمکې د په نښه کولو او د پوهنتون د پراختیا، په تړاو دلایل وړاندې شول او هوکړه وشوه، چې که ټوله ځمکه یو ځای نه، نو په څو ځایونو کې دې ورته په نښه شي.

تمه ده چې په نوي کابل ښار کې به د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو لپاره ودانۍ، لابراتوارونه، تحقیقاتي مرکزونه، کتابتونونه، د استادانو کورونه، د محصلینو لیلیه، کنفرانس خونه، مېلمستون، ورزشي ډګرونه، د خدماتو او ترانسپورت مناسب ځایونه، زېرمتون، شنې ساحې، د اوبو ذخیرې او نور اړین ځایونه، جوړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت