په کابل ښار کې د پنځمې ناحیې د سړک جوړولو پروژې تخنیکي ستونزې وڅېړل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۲۶
پنځمه ناحیه

۱۴۴۶/۱۱/۱۵

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د سړک جوړولو پروژې تخنیکي ارزونه د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي څارنې ټیم لخوا ترسره شوه.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، یاده پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۵۱ متره او پلنوالی یې ۴۶ متره دی، د ښاري ترافیکي اسانتیاوو، پلي لارو، د کرار تګ کرښې، او شنې فضا په ګډون مهمې برخو لپاره ډیزاین شوې ده.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، که څه هم د یادې پروژې یوه اندازه  چارې بشپړې شوي، خو لا هم د سړک سویلي برخه، په ځانګړي ډول د کرار تګ کرښه ناتکمیله پاتې ده.

نوموړی وایي، د څېړنو پر بنسټ، د پروژې په تطبیق کې لاندې تخنیکي نیمګړتیاوې او تخلفات لیدل شوي چې باید مخنیوی یې وشي.

 د سړک په مختلفو برخو کې د اوبو ایستلو کانالونه بې‌سرپوشه پاتې شوي، په پروژه کې هېڅ ډول ترافیکي نښې، خبرداری ورکوونکې یا محدودونکې نښې او سړلیکې نه‌ دي نصب شوي.

دغه راز نوموړی وایي، د نوې پروژې او له مخکې شته سړکونو ترمنځ د سطحي برخي توپیر (ارتفاعي اختلاف) لیدل شوی، چې دا موضوع د ترافیکو جریان لپاره ګواښونکي شرایط رامنځته کوي، په پلي لارو کې کارول شوي سنگ‌فرشونه له تخنیکي پلوه کمزوري دي، چې د چاکونو، درزونو او ځايي ناستو لامل شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت لارښوونه کوي، چې د ښاري پروژو پر مهال تخنیکي معیارونه، ایمني اصول او ښاري ډیزاین ته ژور پام وشي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS