د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۰
د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي انجنیر اکبري وویل، د پوهنتون د انګړ د پلې لارو د جدولونو د جوړیدو چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې دنقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.