په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۰
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي سعید وویل، د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر د قالب بندۍ، د تهکاو د رینګ بیم قالب بندي او نورې چارې روانې وې.
دنوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو د تختو د قالبونو پر ځای د اوسپنې له قالبونو کار واخلي او نور په نښه شوي نواقص اصلاح کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.