په کابل ښار کې د پنځمې ناحیې د سړک جوړولو پروژې تخنیکي ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۶/۱۱/۱۵
د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د سړک جوړولو پروژې تخنیکي ارزونه د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي څارنې ټیم لخوا ترسره شوه.
له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، یاده پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۵۱ متره او پلنوالی یې ۴۶ متره دی، د ښاري ترافیکي اسانتیاوو، پلي لارو، د کرار تګ کرښې، او شنې فضا په ګډون مهمې برخو لپاره ډیزاین شوې ده.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، که څه هم د یادې پروژې یوه اندازه چارې بشپړې شوي، خو لا هم د سړک سویلي برخه، په ځانګړي ډول د کرار تګ کرښه ناتکمیله پاتې ده.
نوموړی وایي، د څېړنو پر بنسټ، د پروژې په تطبیق کې لاندې تخنیکي نیمګړتیاوې او تخلفات لیدل شوي چې باید مخنیوی یې وشي.
د سړک په مختلفو برخو کې د اوبو ایستلو کانالونه بېسرپوشه پاتې شوي، په پروژه کې هېڅ ډول ترافیکي نښې، خبرداری ورکوونکې یا محدودونکې نښې او سړلیکې نه دي نصب شوي.
دغه راز نوموړی وایي، د نوې پروژې او له مخکې شته سړکونو ترمنځ د سطحي برخي توپیر (ارتفاعي اختلاف) لیدل شوی، چې دا موضوع د ترافیکو جریان لپاره ګواښونکي شرایط رامنځته کوي، په پلي لارو کې کارول شوي سنگفرشونه له تخنیکي پلوه کمزوري دي، چې د چاکونو، درزونو او ځايي ناستو لامل شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت لارښوونه کوي، چې د ښاري پروژو پر مهال تخنیکي معیارونه، ایمني اصول او ښاري ډیزاین ته ژور پام وشي.