نیمروز ولایت کې د څلوېښت هټیو د ترمیم له چارو بیا کتنه وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۱۷
نیمروز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، مسکلي او تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ۴۰څلوېښت بابه هټیو د ترمیم او اعمار پروژې څخه له نږدې لیدنه وکړه.
ښاغلی مولوي یاسیني وایي، د پروژې پلستر کاري او نورې تخنیکي چارې ترسره شوي دي او دغه راز د هټیو دروازو فریمونه په دقت سره چک شوي دي چې باید د سمپل مطابق د ۲ میلي متر ضخامت پر اساس دوام ورکړي.
نوموړی وایي، د نیمروز د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري پرې ټینګار شوی، چې چارې معیاري سرته ورسوي.
تمه ده ، چې د پروژې بشپړیدو سره به د دې ولایت په سوداګریزو او تجارتي ځایونو کې ستر پرمختګ او پراختیا راشي، چې د خلکو لپاره به یوه منظمه او اسانه سوداګریزه فضا برابره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د ټول هېواد په کچه منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته شي او خلک د خپلې اړتیا وړ توکو ته اسان لاسرسی ولري.