د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۱۳:۴۳
کابل

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک شو.

په سر کې، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر محترم لعل الدین آریوبی د ټولو دولتي ارګانونو د ژمنې او همکارۍ څخه په مننې زیاته کړه چې د یادو تفاهم لیکونو په تطبیق سره به د شهیدانو د کورنیو او د معلولیت لرونکو خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې پام وړ بدلون رامنځته شي.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیال محترم روښان ولسمل د تفاهملیک د لاسلیک پر مهال وویل چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه د دې تفاهم لیک پر بنسټ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو خلکو ته د ښارګوټو جوړولو، په مرکزي او لایتي کچه تر ۳ سلنه د دوی استخدام، د ښاري پلانونو په طرح او ډیزاین کې معلولیت لرونکو خلکو ته لازم اسانتیاوې او نورمونه په نظر کې نیول او په دولتي ښارګوټو کې د استوګنیزو نمرو او اپارتمانونو په خرڅ کې تر ۳۰ سلنه تخفیف ځانګړي کولو ته ژمنه لري.

دا تفاهملیک د معلولینو د امتیازاتو او حقوقو د قانون او د مفقودینو او د شهیدانو ورثې د حقوقو او امتیازاتو د قانونو د ښه تطبیق، د معلولیت لرونکو خلکو د عمل ملي پروګرام د تطبیق، د دوی په ژوند کې د مثبت تغییر د راوستلو، په دولتي ادارو کې دوی ته د کاري فرصتونو برابرولو، په تعلیمي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د دوی ادغام او په ټوله کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو خلکو د ملاتړ په موخه ترتیب شوی دی.

د دې تفاهملیک موده درې کاله اټکل شوې چې د اړتیا په صورت کې د دواړو لورو ترمنځ بیا به لاسلیک کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۲۰
Background image

په زابل کې د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د مرکز اړوند د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې، چې ۱۰۳۸ جریبه ځمکه رانغاړي، بشپړې کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۱
Background image

په پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین ټاکلو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین د ټاکلو او خط‌ اچونې چارې، د ستراتیژیک پلان له مخې، پیل کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۲
Background image

د نوي کابل ښار په زړه کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر چتر لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت