په زابل کې د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې
۱۴۴۸/۴/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د مرکز اړوند د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې، چې ۱۰۳۸ جریبه ځمکه رانغاړي، بشپړې کړې.
د دې تخنیکي پروسې موخه د یادې ساحې د توپوګرافي ځانګړنو او مساحت دقیق تثبیت او د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره د لازم تخنیکي معلوماتو برابرول دي.
د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د ترسره شوې سروې د معلوماتو پر بنسټ، د یاد ښارګوټي د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره لازم تخنیکي معلومات برابر کړي دي.
