د هرات بندر د ترازو مدیریت د جوړولو پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۴:۱۳
فاریاب

 

۱۴۴۶/۱۲/۶

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم سره یې د فاریاب د عامه ګټو ریاست د هرات بندر د ترازو مدیریت د ودانیزې پروژې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي ذوالفقار وایي، د یاد پروژې چارې په بشپړه توګه ۱۰۰٪ بشپړې شوې او د استفادې لپاره چمتو ده.

نوموړی وایي، د هرات بندر د ترازو مدیریت یوه مهمه ساختماني پروژه ده، چې موخه یې د بندر د ترازو سیستم د سمې څارنې او مدیریت لپاره جوړول دي.

د یادې پروژې بشپړیدل د بندر په فعالیتونو کې د دقت او شفافیت زیاتوالی راولي.

په ټوله کې، دغه پروژه نه یوازې د هرات بندر د عملیاتو او دقت په ښه کولو کې مرسته کوي، بلکې د فاریاب د عامه ګټو ریاست لپاره هم یوه ستره لاسته راوړنه ده.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

غزني کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت اباد کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

په میدان وردک کې د اداري کمپلکس توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په میدان وردک کې د اداري کمپلکس لپاره (۱۶۳) جریبه ځمګه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۵۱
Background image

په نوي کابل ښار کې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ هغه کمېټې ناسته وکړه، چې په ترکیب کې یې د لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې،. . .

BACK TO NEWS