په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۹
فراه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

یاده سروې د شاوخوا ۳۰۰۰ جریبه ځمکې په مساحت کې ترسره شوې، چې موخه یې د سیمې د ځمکنۍ بڼې، ارتفاعاتو، طبیعي عوارضو او نورو اړوندو تخنیکي معلوماتو ثبتول دي.

د ترسره شوې سروې معلومات به د یاد ښارګوټي د ښاري پلان، استوګنیزو ساحو، سړکونو، عامه خدمتونو او نورو اړینو تاسیساتو د طرحې او تنظیم په برخه کې وکارول شي.

د توپوګرافي سروې بشپړېدل د مهاجرینو ښارګوټي د راتلونکو ښاري پلان جوړولو او پراختیايي چارو لپاره مهم تخنیکي بنسټ برابروي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۹
Background image

د کابل ښار د سره میاشت ښارګوټي کې له ښاري پلان سره د مخالفو ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول،کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۳۳
Background image

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د غوربندیانو غونډۍ د شنې او نامشخصې ساحې د وضعیت څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول او کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د اتمې ناحیې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ښار د ماسټر پلان او لویو زیربنايي پروژو په اړه د افغانستان او ازبکستان د پلاوو تر منځ په کور او ښار جوړولو وزارت کې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح، د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو سره یوځای، د ازبکستان د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند دولتي انسټېټیوټ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت