د کابل ښار د سره میاشت ښارګوټي کې له ښاري پلان سره د مخالفو ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه
۱۴۴۸/۵/۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول،کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ساحې څخه څارنه وکړه او له ښاري پلان سره د مخالفو ودانیزو فعالیتونو مخه یې ونیوله.
د یادې ساحې له ځینو برخو څخه تر دې وړاندې هم څو ځله څارنه شوې وه او د پروژو مالکینو او اړوندو کسانو ته سپارښتنه شوې وه چې له ښاري اصولو او مقرراتو سره مخالفې ودانیزې چارې ودروي، څو په دې اړه د وزارت د مقام وروستۍ پرېکړه وشي.
وروسته له هغې چې د اړوند ریاست له مشرتابه سره د ځینو سرغړوونکو له لوري د ودانیزو فعالیتونو د بیا پیل په اړه معلومات شریک شول، تخنیکي ټیم د ساحې د بیا ارزونې او څارنې لپاره ور ولېږل شو.
د ساحوي څارنې پر مهال څرګنده شوه چې ځینې ودانیز فعالیتونه په پټه توګه روان وو. د څارنې په پایله کې، له ښاري پلان سره مخالف فعالیتونه ودرول شول. همداراز، هغه کسان چې تر دې وړاندې هم ورته سپارښتنې شوې وې او ژمنې یې کړې وې چې د کور او ښار جوړولو وزارت له اصولو او مقرراتو سره به مخالف فعالیتونه نه ترسره کوي، تر څارنې لاندې ونیول شول او په هغو ودانیو کې روان ساختماني کارونه یو ځل بیا ودرول شول.
د دې څارنې موخه د ښاري پلانونو خلاف فعالیتونو مخنیوی، د غیرمجازو ودانیزو چارو د پراختیا مهارول او د کابل ښار د ښاري نظم او همغږۍ ساتل دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نظم د تأمین، د ښاري پلانونو د تطبیق او د غیرمجازو ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې خپلې څارنې دوامداره ساتي او د سرغړونو په صورت کې به د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې لازم اقدامات ترسره کوي.
